امريکا د طالبانو د ځپلو لپاره «وياګرا» څه ډول وکاروله؟ هغه څه چې د چا په خوا خاطر کې نه شته

د «وياګرا» ږوليو يا درملو د جنسي کارونې په اړه ټولو اورېدلي، خو ايا په پوځي برخه کې يې له کارونې خبر ياست؟

د پخوانيو امريکايي سرتېرو له وينا سره سم امريکايي پوځيانو «جادويي درمل» چې د نارينه‌و د جنسي الت په درولو او را پارولو کې مرسته کوي، افغانستان کې له ۲۰۰۱ راهيسې د دې لپاره کارولي دي، چې د طالبانو پر ضد افغان «ملګري پيدا کړي».
د رأي اليوم له راپور سره سم واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې د هغه سرتېري له خولې چې د افغانستان جګړه کې يې ګډون کړی ويلي، چې دوی څه ډول د څو دغو «شنو دانو» په بدل کې د طالبانو په اړه پراخه معلومات ترلاسه کړي دي.
دې امريکايي سرتېري د هغه «نېکبخته» قومي مشر په اړه ويلي، چې د ۶۰ کلونو و او ۴ مېرمنې يې لرلې، خو له جنسي پلوه کمزوری و او «د امريکا د مرکزي استخباراتو يا سي ايې اې يوه افسر د وياګرا د ۴ ږوليو لرونکی يو پاکټ د «ډالۍ» په توګه ورکړ».
افسر ورته وويل: «د دې پاکټ يوه در ونيسه، خوښې به دې شي».
دا افسر وايي، چې د دې «غير مفته» ډالۍ اغېز جادويي و، همدا بوډا ۴ ورځې وروسته راغی او پر مخ يې د ځوانۍ نښې ښکارېدې.
«پرته له دې چې افسر ترې غوښتنه وکړي، بوډا د طالبانو د رازونو پر راسپړلو پيل وکړ او په دې اړه وغږېد چې څه ډول د هغوی تر مشرتابه او مرکزونو پورې رسېدی شو. بوډا د دې په بدل کې د «وياګرا» د نورو دانو غوښتنه وکړه».
سرچينې ويلي چې پر وياګرا سربېره د امريکا مرکزي استخباراتو افغانستان کې نورې هغه ډالۍ هم کارولې دي، چې هلته دود نه دي، څو ځايي خلک وپېري. په دې ډاليو کې د کار کسب سامان، د جراحي عملياتو سامانونه، د کوچنيانو لوبې او ګېمونه، د ښوونځيو توکي او ان ويزې هم شاملې دي.
ورځپاڼې د سي ايې اې د يوه پخواني مامور له خولې چې افغانستان کې يې دنده ترسره کړې، ويلي: «د ښوونځي جوړولو يا وياګرا ورکولو له لارې افغانستان کې اغېزمن ملګري پيدا کول شوني دي».
افغانستان کې له اوږدې تجربې وروسته امريکايي سرتېري پر دې باور دي، چې «څوک ډېره تاديه کوي، هغوی ښايي د قبايلو خلک وپېري، چې ځينې يې د امريکا پوځ او ځينې نور طالبانو ته کار کوي.

تبصره وکړئ

مهم ټکي

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com
Close