اذان انلاین AzaanOnline.com

ښکاري اوظالم

ژباړه: عاطف صاحبزاده

امام ذهبي رحمه الله په خپل کتاب “الکبائر” کې د یو ظالم کیسه کړې ده.
وایي یوسړي و چې په لارو او کوڅو کی به ګرځېد، لاس یې تر اوږې غوڅ شوی و، چیغي به یې وهلې څوک چې ما ویني، پر هیچا دې ظلم نه کوي.
یو سړي ترې وپوښتل: څه درشوي چې داسې سورې وهې؟
سړي ورته دخپل ظلم کیسه پیل کړه چې:
زه ډېر جابر او ظالم وم او د ظالمانو ملګری وم. یوه ورځ مې یو ښکاري ولید چې ډېر غټ ماهي یې ښکار کړی و. زه ورغلم ماهي مې په زور ترې واخیستلو. ښکاري چیغې جوړې کړې، زه دا ماهي خرڅوم چې اهل عیال ته پرې ورځنۍ نفقه پيدا کړم. ما لغته ورکړه او لرې مې وغورځاوه او ترې روان شوم. په لار کې ناڅاپه ماهي زما په لاس په غټه ګوته خوله ولګوله. شپه راغله، لاس مې سخت درد پیل کړ ان تر سهاره مې له درده خوب ونه کړ. شپه مې همداسی نا ارامه تېره کړه، سهار مې ډاکټر ته ځان ورسولو.
ډاکټر راته وویل دا ګوته دې خوړل شوې، د دې بل علاج نه شته بې له دې چې غوڅ يې کړو. د ډاکټر په مشوره مې له ځانه غټه ګوته پرې کړه، خو بیا مې هم چاره ونه شوه، ټول لاس مې دردونو ونیو، ان چې لاس مې پاس تر اوږې پورې پرې کړ، خو دردونه مې ښه نه شول. یو چا مشوره راکړه چې همغه ښکاری پیدا کړم او بښنه ترې وغواړم.
د ښکاري په لټه کې شوم، پیدا مې کړ او په پښو کې ورته ولوېدم. پښې مې ورته ښکُل کړې او بښنه مې ترې وغوښتله. هغه چې زما حال ولیدلو، په ژړا شو او ویې ویل ما بښلی یې او الله تعالی زما په حال شاهد دی.
وروسته مې ورته وویل چې ماهي مې درڅخه واخیست، څنګه خیراوې دې راته وکړې.
ښکاري وویل: له هغه ذاته -چې سترګی یي نه پټیږي- مې
داسې وغوښتل:
ای الله! ای هغه ذاته چې د چا قوت دې ماته وښودلو، په داسې حال کې چې زه ضعیف وم، ته خپل طاقت او قوت وروښيه!
له دې وروسته مې دا ښه وګڼله چې د خلکو مينځ کې وګرځم او له ظلمه یی ووېروم. الله تعالی دې موږ له ظلمه وساتي.
د حدیث شریف مفهوم دی چې د مظلوم خیراوې نه رد کیږی، نو د مظلوم له خیراو څخه ځان ژغورل په کار دي.

دا هم ولولئ