اذان انلاین AzaanOnline.com

علمي سير..د مشاهدې غوره فرصت/لطف الله خيرخوا

هر کار کې مقصديت مهم دی، ان لوبه، چې د عربۍ “لُعْبَة” مفغن دی هم مقصد لري. همدا لامل به وي، چې محمد صلی الله عليه وسلم مسلمانانو ته درې لوبې معرفي کوي. نښه ويشتل، پر اس سپرېدل او لامبو وهل. دا درې کارونه سربېره پر دې، چې د انساني نفس د خوښۍ باعث دی، د اسلامي جهاد لپاره مهم وسايل هم دي. لوبه، چې لوبه ده هم بې مقصده نه ده پرېښودل شوې، بلکې د امتونو د دفاع، استحکام او سرلوړۍ د لارې وسيله ګڼل کيږي.
همداسې سياحت او سير هم اخلو، چې بې مقصده نه دی، مګر علمي سير يا رحله بيا يو څه ځانګړتيا لري. په سير کې تر ټولو ستر هدف عبرت او درس اخيستل دي. قرآن کريم کې، چې کله منکرينو ته خطاب کيږي او د الله جل جلاله لوري ته رابلل کيږي، د دوی د قناعت لپاره دوی ته په زمکه کې د ګرځېدو او سير خبره وړاندې کوي، چې وګرځئ او پند واخلئ.
عبرت او درس د سير عام هدف او ګټه ده، خو که د علمي سير مشخصاتو ته ځير کېږو، نو يو څه خبرې دقيقې يادول غواړي، مثلا :
څلورويشت ساعته نظارت
مدرسه، لېسه يا پوهنتون کې طالب، متعلم او محصل استاد سره نيمه ورځ يا له نيمې هم کمه ورځ اوسي. په سير کې استاد توانيږي، چې خپل شاګرد څلورويشت ساعته وڅاري. استاد کولی شي، چې د سير په دوران کې مشخص مفاهيم او آداب د شاګرد ذهن کې پاخه کړي.
استاد کولی شي، چې د يوې هفتې دوران کې شاګرد ته د يو ملتزم او بېلګه طالب العلم تصور ورکړي. مثلا يو طالب العلم څه وخت له خوبه پاڅيږي؟ په کومو آدابو پاڅيږي؟ ويښه په کومه دعاء او کوم عمل پيلوي؟ سهار لمانځه پسې کوم اذکار وايي؟ لمانځه پسې که د حرکت امر شوی وي، څنګه کولی شي ځان منظم کړي او ټاکلي وخت ته برابر وي؟ څه ډول خوراک کوي؟ ملګرو سره څه ډول تعامل کوي؟ که خدمتي ټيم کې شامل وي، څومره هڅاند او مخلص وي؟ نويو ښارونو ته داخليږي، کوم آداب مراعاتوي؟ او…
همدا ډول کوم شاګرد، چې تاثري خاصيت لري، کولی شي د سير دوران کې د خپل ذهن او نفسياتو برابر څه راخپل کړي.
د تاريخي مقاماتو او علمي مراکزو په اړه معلومات
کله چې د علمي سير تابيا نيول کيږي، نو په پلان کې د مناسبو ځايونو د ليدلو غوراوی کيږي. د دې ځايونو په اړه لومړني معلومات برابريږي او کله چې ځای ته ورسيږي، نو له ورننوتلو وړاندې د سير ګډونوالو ته معلومات ورکول کيږي، چې د سيرځای په اړه يې له وړاندې يو څه سترګې خلاصې وي. کله سير ځای مختلف موقعيتونه لري، نو داسې څوک بايد وي، چې د سير ګډونوالو ته هر موقعيت مناسب تشريح کړي. که ځای تاريخي وي، نو امکان لري، چې استاد له مطلوب ليدلوري د هر ځای تاريخي حيثيت ځانګړی تفسير کړي، تېر او اوس ورته په ځغلنده نظر وتړي.
کله به ځای علمي وي يا ممکن هم تاريخي ځای وي او هم علمي، نو په علمي ځای کې شونې ده استاد شاګرد ته د دې ځای مېتوديکې او ماحولي ځانګړتياوې په ګوته کړي، اهميت يې وروښيي، له تېر سره يې توپير په نښه کړي او شاګرد ته د راتلونکي په اړه د انتخاب فکر ورواچوي.
مشاهده يا وجداني مطالعه
په سير کې ډېره د پام وړ خبره دا ده، چې مخکې تر مخکې بايد د شاګردانو مطالعاتي وړتيا راويښه شوې وي. مطالعه يوازې دا نه ده، چې سړی کتاب، اخبار، مجله يا جريده لولي، بلکې له دې هم ښه مطالعه دا ده، چې يو څه سترګې وويني، وجدان يې وارزوي، ويې شاربي، څه پايله ترې واخلي؛ دا مشاهده يا وجداني مطالعه بلل کيږي.
خاطرات له همدې مطالعې جوړيږي. ژوندليک له همدې مطالعې جوړيږي. يونليک له همدې مطالعې جوړيږي.
دا هر څه هله کېدای شي، چې پورتنی تدبير نيول شوی وي، يعنې د مقاماتو په اړه لومړني معلومات راجمع وي او مخکې تر مخکې شاګرد ته يو څه غوږ کې څڅول شوي وي او بيا د ځای د کتو پر مهال عينا معلومات او مواقع سره په ګوته شي او همغه نکات برسېره شي، چې شاګرد ته په ځانګړې زماني مقطع کې مهم وي.
شاګرد که ځان سره معلومات نوټ کړي وي او د ځای له معاينې وروسته يو څه معلوماتو سره بېرته راستون شي،کولی شي د هغه ځای په اړه مطالعه مخکې يوسي(که لاس رسی وي) او خپله مشاهده لا هم ژوره کړي. د دې ټولې خوارۍ موخه دا ده، چې شاګرد زده کړې ته دومره متعهد وي، چې ان هغه د ده په اصطلاح “چکر” هم د درس يو زمينه ولري او شاګرد مقصديت سره يوازې اشنا نه، بلکې کلک تړلی واوسي.

دا هم ولولئ