اذان انلاین AzaanOnline.com

قران کریم په خوش اوازۍ سره تلاوت کړئ

محمودالحسن مولانا

د قران کریم د حرف، حرف په تلاوت ستر اجرونه دي او مقابل کې پرې ګناهونه معافيږي، خو مونږ دلته خبره د خوش اوازه تلاوت کوو. خوش اوازي د قران مجید ښایست دی او دې سره یې ښایست سوا کېږي او د کاڼو په څېر سخت زړونه نرموي، قران کریم په خوش اوازۍ سره تلاوت کولو باندې رسول الله ص هم امر کړې فرمایي چې قران کریم په خپلو اوازونو ښايسته کړئ..
د حضرت ابو لبابه بشير بن عبدالمنذر رضی الله عنه روایت کوي، چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:”من لم یتغن بالقران فلیس منا”.
ژباړه: څوک چې قران کریم په خوش اوازۍ نه تلاوت کوي، هغه له موږه نه دی، ابوداود د دې حدیث روایت کوي.
همداسې به رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو غوښتنه کوله چې تلاوت وکړي، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایي چې ما ته رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمایل چې تلاوت وکړه، ما ورته وویل چې ای د الله رسوله! قران پر تا نازل شوی او ستا حضور کې یې زه تلاوت کړم؟ هغه مبارک و فرمایل، زه غواړن چې له بله قران واورم. عبدالله بن مسعود رضی الله وایي چې ما سورة النساء یوه برخه تلاوت کړه، رسول الله وفرمایل چې همدلته یې بس کړه، په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکې سترګې له اوښکو ډکې وې!

دا هم ولولئ