اذان انلاین AzaanOnline.com

ترکيه: عبادت ته د ماشومانو هڅولو ځانګړې لار (ويډيو)

د ترکيې د استنبول ښار په الفاتح کلي کې د سلطان سليم په جومات کې کوچنيانو ته له دې امله جايزې ورکړل شوې دي، چې هغوی ۴۰ ورځې د سهار لمونځ په جمع ادا کړی دی.
دغه کار لمانځه ته د کوچنيانو د تشويق په موخه شوی دی او په ټولنيزو شبکو خپره شوې وېډيو کې هغه کوچنيان ښودل کېږي چې دغه جايزې ترلاسه کوي.
په ستره کچه ځايي اوسېدنکي او د کوچنيانو د کورنيو غړي دې مراسمو ته راټول دي او خوښي څرګندوي.
ډېری ميندې وايې، چې له دې امله په خپله هم د سهار د لمانځه پر مهال جوماتونو ته حاضرې شوې دي، چې کوچنيان په جمع د سهار له لمانځه سره اشنا کړي.
ويډيو کې کوچنيان ښکاري چې ډېره خوښي څرګندوي او جومات ته څېرمه ځای له هغو بايسکلونو ډک دی، چې دې کوچنيانو په جایزه کې ترلاسه کړې دي.
د جايزو ورکولو دا لړۍ د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردګان نوښت دی، چې له ۷ کلونو د پورته عمر هر ترکي او غير ترکي کوچنيانو ته يې د ورکولو ژمنه کړې وه.
هېره دې نه وي چې د ترکيې دار الافتاء د فېبرورۍ مياشت کې هم پر هغو کوچنيانو د بايسکلونو ۸۰ جايزې وېشلې وې، چې د ترکيې سويل ختيځ کې يې سرت ولايت کې لمونځونه ادا کړي وو.

https://youtu.be/prWm1IPkZXo

دا هم ولولئ