اذان انلاین AzaanOnline.com

امريکا: ۱۹ کلنه پېغله د حجاب له امله وهل شوې (ویډيو)

الجزيرة
برتانوۍ مېترو ورځپاڼې د هغې ويډيو په اړه راپور خپور کړی چې د امريکا يو روغتون کې يوه مسلمانه پېغله د حجاب له امله په سوکانو لغتو وهل کيږي. مېترو وايي تېری کوونکی ديليز نوميږي او ۵۷ کلن دی چې بې سببه د پېغلې پر لور ورځي او په ناڅاپي ډول يې په سوکانو او لغتو وهي او پر زمکه يې غورځوي.
پېغلې په قضا کې پر ديليز دعوه کړې چې دا د اسلام ضد کړيو هڅې دي او د اسلامفوبيا پديدې رُخ دی چې دا ځل يې د پېغلې پر وهلو ځان څرګند کړ.
پېغلې پر دهليز د ۲۵ زرو ډالرو تاوان دعوه کړې. هغه وايی که روغتون کې د خلکو ګڼه ګوڼه نه وای، کېدای شي ديليز زه وژلې وای. ديليز اوس د پوليسو لخوا نيول شوی او په قضا کې پرې دعوی روانه ده.

https://www.youtube.com/watch?v=92UGKIhlDLM

دا هم ولولئ