اذان انلاین AzaanOnline.com

په لمانځه کې د فاتحې د تکرار حکمت

لطف الله خيرخوا
الفاتحة، أم الکتاب، الاساس، الحمد، الشفاء، الوافية، الکافية، الکنز، الصلاة او سورة المثاني يې نومونه دي. د يادو نومونو څخه يې د «المثاني» نومولو وجه همدا ويل کيږي، چې نوموړی سورت لمانځه کې تکراريږي. «ثَنْي» تکرار ته وايي.
زموږ علماء کرامو د فاتحې په اړه په زړه پورې او ژور بحثونه کړي. د هر عالم خپله لار او نظر دی. د فاتحې د تکرار حکمت ته بيا چا ډېرې ګوتې نه دي وروړي. فاتحه په «بسم الله» او «الحمدلله» پيليږي. ګويا الله جل جلاله خپلو بنده‌ګانو ته د مخاطَبې د پيل ادب ښيي. پيل بايد د الله جل جلاله په نامه او ستاينه وي. وروسته ورپسې د دې پيل او ستاينې وجه ښيي..د الله جل جلاله څلور صفتونه راوړي. «رب العالمين. الرحمن الرحيم. مالک يوم الدين» پيل بايد ځکه داسې وي، چې دا ذات د ټول عالم متصرف او پالونکی دی، خپل مخلوق سره يې د بې پايه رحمت اړيکه ده او پای هم هغه د هر څه واکمن دی.
علماء فرمايي دا سورت له پيله د الله جل جلاله او د بنده د اړيکې تصور ورکوي..دا سورت د بنده د اعتقاد بنسټ روښانوي..بنده ته وايي، چې دا هغه ستر ځواکمن ذات دی، خو تا سره يې د د قهر او غلبې پر ځای د رحمت اړيکه ده..
دا سورت د انسان د پيل او پای لنډه تاريخچه مخې ته ور ږدي..کوم ذات چې پيدا کړې..ويې پاللې..همغه ذات پای هم ستا واکمن دی..په هغه ورځ يوازې د همدې ذات بادشاهي ده..هغه ورځ چې مهلتونه نه لري..همدغه ذات په دې ارزي، چې يوازې د همده عبادت وکړی شي او يوازې له همده مرسته وغوښتل شي..«اياک نعبد واياک نستعين».
امام نسفي رحمه الله دلته وايي، چې کله الله جل جلاله بنده ته خپل ځان په خپلو عظيمو صفاتو وروپېژاند، نو بيا يې دا وروښودل، چې همدا ډول ذات د دې وړ دی، چې عبادت يې وشي او څه ترې وغوښتل شي..دا ډول ذات بې له الله جل جلاله هيڅوک نه دی..
وايي عبادت يې ځکه له استعانته مخکې کړ، چې بنده ته د وسيلې چل وښيي. خپل عبادت او نېک اعمال الله جل جلاله ته وسيله کړه او څه ترې وغواړه…
شهيد سيد قطب رحمه الله وايي چې په يو قدسي حديث کې راغلي چې فاتحه مې بنده سره تقسيم کړې، نيمه زما ده او نيمه مې د بنده ده او بنده مې چې څه وغواړي ورکوم يې. کله چې بنده ووايي «الحمد لله رب العالمين» الله جل جلاله وايي بنده زه وستايلم. کله چې ووايي «الرحمن الرحيم» الله تعالی وايي بنده مې صفات وويل. کله چې ووايي «مالک يوم الدين» الله تعالی وايي بنده زما لويي اعلان کړه. کله چې ووايي «اياک نعبد واياک نستعين» نو الله تعالی وايي دا زما او د بنده تر مينځ خبره ده او بنده مې، چې څه وغواړي، شول يې. کله چې ووايي «اهدنا الصراط المستقيم صراط الذين انعمت عليهم غير المغضوب عليهم ولا الضالين» الله تعالی وايي دا مې د بنده برخه ده او بنده مې چې څه غوښتي، شول يې.
سيد قطب وايي دا حديث په دې دلالت کوي، چې الله جل جلاله خپل کلام په داسې يو سورت پيل کړی، چې د ده او بنده تر مينځ د کلک تړاو او اړيکې پيغام ښندي. دا چې بنده بايد دې سترې او ارزښتمنې اړيکې ته متوجه وي، نو په هر لمانځه د فاتحې ويل لازم شول، بلکې په هر رکعت کې يې ويل لازم شول.
دا چې دا سورت د انسان د پيل او پای خبره کوي..د انسان اعتقادي بنسټونه ټاکي..انسان ته په خپل ژوند کې د خوښۍ او خپګان، اسانۍ او سختۍ، ګټې او تاوان پر مهال يا د ژوند هرې شېبې سره کومه اړيکه ضرور ده؛ ښيي، نو ځکه دا سورت ان په يوه لمانځه کې تکرار ويل کيږي..
هو…مګر درځئ ځان مراقبه کړو، چې دا ړيکه مو څومره پاللې؟

دا هم ولولئ