اذان انلاین AzaanOnline.com

يا الله! امام صاحب راباندې ووينې!

امام احمد بن حنبل رحمه الله وايي يوه ورځ په سفر ووتم. شپه مې پر لاره يو مسجد کې راغله. ماسخوتن جماعت اداء شو، خلک ووتل زه پاتې شوم. زړه مې و چې همدلته مسجد کې شپه وکړم، خو د مسجد خادم ډېر بې تعامله انسان و. راغږ يې کړ :
– مسافره مسجد نه وځه
– زه مسافر يم، بل ځای نه لرم، دلته به شپه وکړم
– زه درته وايم وځه، دا خو څه کاروان سرای نه دی
ووتم. بهر د مسجد دروازې سره د تهداب پر ژۍ کېناستم. ما ويل دلته به دېوال ته ډډه ووهم، کله ويښ کله ويده سبا به شي. يو وخت خادم راووت او راچغه يې کړه : زه درته څه وايم او ته څه کوې؟ اوس دې دېوال ته تکيه وهلې؟
له پښو يې ونيولم او د لارې مينځ ته يې کش کړم. پر لار پروت وم، اخوا دېخوا مې وکتل تپه تياره ده. هيڅوک نه ښکاري، خدايه! شپه چېرته وکړم؟ يو وخت وينم چې يو لېرې ځای کې اور برېښي. ورغلم. ګورم چې نانوايي دکان دی. سلام مې واچاوه :
– السلام عليکم
– وعليکم السلام
– وروره مسافر يم، ځای نه لرم، تا سره که د شپې تېرولو ځای وي
– راځه، زما کټ پروت دی، زه هسې هم په کار بوخت يم، ته ارام وکړه
کټ کې مې واړول، سړي خپل کار کاوه. ګورم چې نانوايي هر حرکت کې ذکر کوي. بيخي ژبه نه نيسي، ذکر او ذکر..ځان سره مې وويل چې نانوايي خو ډېر ذاکر انسان دی..ومې پوښت :
– ډېر ذکر نه کوې؟
– هو..هسې هم کار کوم، د خبرو مې څوک نه شته، له چپ پاتې کېدو چې ذکر وکړم ښه ده.
– ښه، ذکر خو کوې، څه ګټه يې درته کړې که نه؟
– د الله جل جلاله ياد دی نو
– بيا هم څه فايده خو به يې وي کنه
– هو ما ته يې هم يوه ظاهري فايده شته
– څه؟
– هر سوال چې وکړم الله جل جلاله يې قبلوي
– ښه..کوم سوال دې بې قبلېدو پاتې نه دی؟
– نه..مګر وروستی سوال مې لا قبول شوی نه دی نو..الله جل جلاله دې خير کړي
– کوم سوال؟
– ما د امام احمد بن حنبل د علم او تقوی کيسې اورېدلي..ډېر ښه عالم دی..امام دی..الله جل جلاله ته مې سوال کړی چې الله! امام احمد بن حنبل راباندې ووينې! تر اوسه مې د هغه د ليدو نصيب نه دی شوی.
امام صاجب وايي له سترګو مې اوښکې لاړې..ورته مې وويل سوال دې قبول شوی و چې د مسجد خادم له مسجده په پټکو راوويستم او بيا يې له پښو ونيولم د لارې مينځ ته په کش کولو يوړم..امام احمد بن حنبل ستا کټ کې پروت دی..

دا هم ولولئ