اذان انلاین AzaanOnline.com

ترکيه کې پينځه پېړۍ مخکيني لرګين جوماتونه

د ترکيې شمال لور ته اوردو ښار کې لسګونه داسې لرګين جوماتونه شته چې هيڅ ډول مېخونه او نور توکي په کې نه دي کارول شوي.
په دغو لرګينو جوماتونو کې د ځينو تاريخ ان پينځو پېړيو ته رسېږي، دا داسې ترکي ميراث دی چې په کې لمونځ کوونکو ته د خپلو نيکونو ياد او شوق ورولي.
د جومات برخې له نورو سره په ځانګړې انجنيرۍ نښلول شوې دي، چې د منځنۍ اسيا د ترکانو له لوري هغه مهال کارول کېده، دا جوماتونه د عثماني خلافت په ډول ښکلي شوي دي.
د اوردو ښار اوسېدونکي وايي، چې د اب و هوا د بدلون له کبله دغه جوماتونه چې نږدې اويا دانې دي ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري، چې بايد بيا بيا ورغول شي.
د ترکيې ياد جوماتونه په سلجوقي او عثماني دورو کې جوړ شوي دي او په ځينو کې يې لا تر دې دمه لمونځونه ادا کېږي.

دا هم ولولئ