اذان انلاین AzaanOnline.com

يو چينايي مسلمان پر بايسکل مکې ته ورسېد

پاوشن چې اسلامي نوم يې محمد دی څلور مياشتې وړاندې له ايغور څخه د سعودي پر لور خوځېدلی و. نوموړی وايي غوښتل مې خلک متوجه کړم چې حج مهمه فريضه ده او مسلمانان د دې فريضې د اداء کولو لپاره ډېرې سختې هم ګاللی شي.
د محمد ملګری عبدالله وايي چې نوموړي د ورېښمو لار باندې خپل سفر وکړ. له چينه پيل شو، پر ترکيا او شام واوښت او د فهد پاچا پر پله سعودي ته ننوت.
محمد اته زره يو سل او پنځوس کيلو متره مزل کړی. نوموړی د ايغور(شرقي ترکستان) سيمې اوسېدونکی دی چې پخوا پرې د ورېښمو لار تېره شوې وه.

دا هم ولولئ