اذان انلاین AzaanOnline.com

خالد بن وليد..د الله جل جلاله ويستلې توره(۳)

د عراق جګړې او فتوحات
لومړي خليفه د خلافت خوا کې د دوه ګواښمنو دولتونو په اړه ښه فکر وکړ. هغه د ارتداد د لښکرو په اړه د نوموړو دواړو دولتونو دريځ هم ښه څارلی و. مخکې له دې چې دواړه دولتونه نېغ په نېغه خلافت سره ښکېل شي، ابوبکر صديق دواړو ته لار وسنجوله. خالد ته يې پلان ورکړ چې يا دې اسلام ومني يا دې جزيه ورکړي يا دې جګړې ته ځان تيار کړي.
په عراق کې د خالد لومړۍ غزا د بصرې خليج ته نږدې «حفير» سيمه کې شوې، چې د مقابل لوري مشري «هرمز» کوله. نوموړی لښکر سره رامخکې شو. لښکر يې په زنځيرونو تړلی و، چې ونه تښتي. هرمز خالد رضي الله عنه ته د لاس په لاس مبارزې بلنه ورکړه. هرمز غوښتل چې خالد په چل کې ونيسي او له مينځه يې يوسي، خو خالد له ډېر تېز و،مخکې له دې چې دوی ځان وخوځوي، هرمز له مينځه لاړ. مسلمانانو پر لښکر پيل وکړ، ټول يې تار په تار کړل. خالد رضي الله عنه د هرمز د پاچاهۍ خول ونيو. هغه يې خليفه ته واستاوه، خو خليفه بېرته خالد ته ډالۍ کړ.
دې غزا ته «ذات السلاسل» وايي، ځکه چې لښکرو ځانونه د تېښتې له ډاره په زنځيرونو تړلي ول. دې غزا پسې درې نورې غزاګانې شوي. کله چې هرمز ماتې وخوړه، نو کسری د قارون په مشرۍ ډېر غټ لښکرا راواستاوه. کله چې ماتې خوړلي لښکر سره يو ځای شو، دواړه لښکرې «ثنی» مقام ته چې د سيند غاړه وه لاړې. خالد رضي الله عنه هملته ورپسې ورغی او مرستيال لښکر يې هم مات کړ. څوک يې ووژل څوک يې اسيران کړل چې د اسيرانو تر مينځه ابوالحسن البصري نصراني هم و.
له دې وروسته خالد «حيره» نومې ځای ته ولاړ. هلته يې له لږ عسکري تکتيک وروسته لښکرې ماتې کړې. دا د دولسم هجري کال ربيع الاول مياشت کې شوې وه.
له دې ځايه خالد رضي الله عنه «دومة الجندل» سيمې ته لاړ. د سيمې مشر «جودي» نومېده. دا سيمه مسلمان قايد عياض بن غنم کلابند کړې وه. جودي يوه ډله خلک د عياض مخې ته پرېښودل او يوه ډله يې ځان سره د خالد مقابلې ته بوتلل، مګر دواړه ډلې ماتې شوې او مسلمانانو د دومة الجندل کلا ونيوله.
په عراق کې د خالد اخرنۍ معرکه، د «فراض» سيمې پېښه وه چې د عراق شمال کې واقع ده.
د شام فتوحات
کله چې ابوبکر رضي الله عنه د ارتداد پر ضد جګړو نه اوزګار شو. خلک يې په شام کې د روميانو پر وهڅول. مکې ته، طايف ته يمن ته، د نجد او حجاز ټولو ساحو ته يې استازي واستول چې د شام فتحې ته مجاهدين راواستوي. ابوبکر رضي الله عنه د شام لپاره درې بيرغونه وتړل. خالد رضي الله عنه ته امر وشو چې عراق پرېږدي او شام ته راشي. د عراق او شام تر مينځ چې کومه صحرا پرته ده، د هغې صحرا مزل مرګ سره لوبې دي. خالد رضي الله عنه بايد د خليفه امر پر ځای کړي او زر تر زره ځان د شام مجاهدينو سره يو ځای کړي. د ټولو رايه دا وه چې صحرا کې به له تندې او سختۍ ټول مجاهدين مړه شي، مګر خالد رضي الله عنه يو صحرا بلدی راوغوښت او د لارې په اړه يې ترې پوښتنې وکړې.
خالد رضي الله عنه وکولی شول چې ځان په سخته مګر لنډه لار شام ته ورسوي. کله چې شام ته ورسېد، نو د شام د خطونو عمومي امريت خالد رضي الله عنه ته وسپارل شو. روميانو دوه لکه کسيز لښکر تيار کړی و خو خالد هم د مسلمانانو لښکر په داسې طريقه تيار کړ چې تاريخ کې يې هيڅ مثال نه موندل کيږي.
دا د «يرموک» مشهوره غزا وه چې صليبي او اسلامي لښکرو پکې په لومړي وار خپل قوت ازمايه. په يرموک کې مسلمانانو د سرښندنې، فداکارۍ، اقدام او جرئت بېلګې وښودې..
خالد رضي الله عنه له جګړې مخکې د روميانو يو قومندان «جرجه» سره مخامخ شو. نوموړي خالد ته وويل :
خالده! رښتيا راته ووايه، دروغ ونه وايې. ستاسو الله له اسمانه کومه توره رالېږلې او تا ته يې درکړې چې خپل دښمنان پرې مات کړه؟
– نه.
– نو څنګه درته «سيف الله» وايي؟
– الله جل جلاله موږ ته پېغمبر راواستاوه. چا ومانه او چا دروغژن وګاڼه. ما هم لومړی دروغژن وګاڼه، خو وروسته مې الله جل جلاله زړه ته د اسلام نور کښته کړ. کله مې چې اسلام راوړ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل : ته د الله جل جلاله له تورو څخه يوه توره يې، له همغه ځايه په سيف الله مشهور شوم.
خالد رضي الله عنه نوموړي قومندان سره اوږدې خبرې خبرې وکړې. جرجه د خالد له خبرو متاثر شو او اسلام يې ومانه. دوه رکعته لمونځ يې وکړ او د مسلمانانو لښکر کې شامل شو، تر هغې وجنګېد چې لوړ شهادت يې نصيب شو.
په دې جګړه کې عکرمه بن ابي جهل، تره يې حارث مخزومي او ضرار بن ازور هم شهيدان شول. سوبه نو د مسلمانانو نصيب و او روميانو که څه هم د تېښتې له وېرې ځانونه په زنځيرونو تړلي ول، مګر بيا هم له تېښتې ايسار نه شول.

دا هم ولولئ