اذان انلاین AzaanOnline.com

د نړۍ لومړی اقتصادي بنديز

په مکي دور کې چې کله مشرکينو د حمزه او عمر رضي الله عنهما د اسلام راوړلو صدمه وليدله، مشرکينو د اسلامي دعوت دا پرمختګ ونه زغمه. په دې فکر کې شول چې څنګه مسلمانان له خپل کار وغورځوي. راټول شول او سره سلا شول چې نور به مسلمانانو او بنو هاشم سره نکاح، خپلوي، تعامل، بيع او شراء، خيرخواهي او نېک نيتي بنده وي. مسلمانان درې کاله د ابو طالب د زمکو يو ناو کې محاصره ول. خبه تر پاڼو خوړلو ورسېدله. ستونزه ورځ په ورځ له تحمله وتله. بالاخرة هشام بن عمرو، زهير بن ابي امية، مطعم بن عدي، ابو البختري او زمعة بن الاسود سره تړون وکړ چې دا معاهده به ماتوي، همغه و چې معاهده ماته شوه او محاصره پای ته ورسېده. دا محاصره د بعثت په شپږم کال وه چې د نړۍ د تاريخ تر ټولو لومړی اقتصادي بنديز ګڼل کيږي.

دا هم ولولئ