اذان انلاین AzaanOnline.com

پر لارو مه کېنئ!

لیکنه: عبدالسلام وزيروال
رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وفرمایل: په لارو کوڅو کي له کښېناستلو ډډه وکړئ
صحابه کرامو ورته وویل: یا رسول الله ضرورت دی، چاره نشته
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که د لارو او کوڅو له ناستې چاره نه وي، بیا نو د لاري حق ادا کړئ
دوي وویل: د لاري حق څه دی یا رسول الله ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: سترګي ښکته اچول، خلکو ته ضرر نه رسول، د سلام ځواب ورکول، په نیکیو امر کول او له بدیو منعه کول د لاري حقوق دي.
متفق علیه
شارحین وایې: په لارویانو تبصرې کول، تور سرو ته کتل او…… خلکو ته د ضرر رسولو څخه دي.
ریاض الصالحین للنووي رحمه الله.

له بده مرغه په لارو او کوڅو کې ناسته او په لارویانو پسې غیبت او اتهامات، او پردیو تور سرو ته کتل زمونږ ټولنیره بدمرغي ده
په همدغو لارو او کوڅو زمونږ خویندې او مېندې هم تېرېږي خو هیڅکله مو په لارو کوڅو کې د کېناستلو اصول نه دي مراعت کړي
د یو عالم له قوله چې ویل یې: یو هلک په یوې پرده پوښه نجلۍ پسې روان شو
نجلۍ ډېر کوښښ وکړ ځان ترې اغه دغه کړي خو هلک همداسې ورپسې وه
بالاخره نجلي مجبوره شوه او مخ یې ورته ښکاره کړ. هلک چې ولیدل خور یې ده له شرم او غوسې په ټکه ومړ

زمونږ په اسلافو کې داسې خلک هم تېر شوي چې کله به خبر شول چې فلانکي یې غیبت کړی، همهغه سړي ته به یې د مننې په پار سوغات ور ووړ او ورته ویل به یې مننه چې زما ګناه مو کمه کړي
قرآنکریم کې د مسلمان ورور له غیبت کولو منع راغلې او غیبت یې د مسلمان ورور د غوښې خوړلو سره تشبېه کړی

الله عزوجل فرمایي:
[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 12]

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ

اې مؤمنانو، له ډېر ګومان كولو څخه ډډه وکړئ، چي ځیني ګومانونه ګناه وي. د چا پټ عيبونه مه لټوئ او ستاسي څخه دي څوك د چا غيبت نكوي. ايا په تاسي کي داسي څوك شته چي د خپل مړه ورور غوښي خوړل خوښ کړي؟ – ګورئ تاسي پخپله د دې څخه كركه كوئ. د الله څخه ووېرېږئ. الله ډېر ښه توبه قبلوونكى او خورا مهربان دى.

په لارو او کوڅو کې ناسته عرفي بد اخلاقي هم ګڼل کېږي
کله چې یو څوک د یو چا په اړه قضاوت کوي نو وایي: هغه خوشې بېکاره انسان دی، درسته ورځ کوڅو کې ناست وي او خوشې تشې ګرځي
او کله چې یو څوک داسې ځای ناسته انتخابوي چېرته چې نه مسجد وي، نه درسګاه وي او نه کوم تفریحي پارک؛ طبعي ده چې په غیبت او بهتان به خوله خلاصوي او پردیو تور سرو ته به ګوري ځکه چې هلته بل څه نشته چې د ده ذهن ورسره مشغول شي

دکورنۍ مشرانو ته پکار ده خپل کشران د لارو او کوڅو له ناستې پاستې کلک وژغوري
له همدې بېځایه ناستو څخه ډېری ځوانان چرسیان، بنګیان، پوډریان او اخلاقي بېلاري شوي او بیا د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ستر درد سر ګرځېدلي.

دا هم ولولئ